سه شنبه, ۲۴ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۳۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ټرمپ د یهودیانو په استازیتوب هوډ نیسي، چې یهودیت دین او ملیت دی
بسم الله الرحمن الرحيم
ټرمپ د یهودیانو په استازیتوب هوډ نیسي، چې یهودیت دین او ملیت دی

(ژباړه)

خبر:

د ۲۰۱۹ میلادي کال د ډسمبر پر ۱۱مه د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ د حکومت هغه اجرایي حکم لاسلیک کړ، چې یهودیت یې پکې نه یوازې د دین، بلکې د ملیت او دین په توګه تعریف کړ. نوموړي په سپینه ماڼۍ کې د حنوکای یهودي عید د مراسمو پر مهال وویل: «پوهنتونونو ته مو دا پیغام دی، که غواړئ چې له هغو بې شمېره پیسو څخه ګټه واخلئ، چې په کلني ډول یې له فدرال دولت څخه ترلاسه کوئ، نو باید د یهودو مخالفت پرېږدئ.» ده څرګنده کړه: «دغه حکم د هغو خوځښتونو، څېړنیزو او ښوونیزو مرکزونو پر وړاندې د پلي کېدو وړ دی، چې د اسراییلو د رژیم پر وړاندې په ناوړه او دښمنانه توګه چلند کوي.» نوموړي زیاته کړه: «زه به تل د خپل دوست او ملګري هېواد اسراییلو تر څنګ درېږم.»

دغه امر به د صهیونیستي رژیم د مخالفو اکاډمیکو بنسټونو د ګواښونو پر وړاندې حقوقي اغېز ولري. دغه امر به د امریکا دولت ته اجازه ورکړي، چې د هغو فعالیتونو پر وړاندې خنډ شي، چې په واسطه یو خوځښت له یهودي دولت سره اړیکې پرېکوي، ځکه دغه خوځښتونه په ځینو امریکایي پوهنتونونو کې له فلسطینیانو سره د اسراییلي رژیم د نژادپاله چلند پر وړاندې د یهود دولت پر ضد فعالیت کوي. په دې سره به د امریکا دولت ته د یادو خوځښتونو پر وړاندې د بندیزونو لګولو او ګټې اخیستنې زمینه برابره شي.

تبصره:

له دا ډول حکم څخه د امریکا د ولسمشر لومړنۍ موخه دا ده، چې د امریکا په ټاکنو کې د امریکایي یهودانو رایې تر لاسه کړي، په داسې حال کې چې دغه قوانین د کانګریس لخوا نه دي جوړ شوي؛ په همدې توګه یې قانوني بڼه خورا کمه ده او قضایه قوه هم د دولت د رسمي قوانینو په توګه د هغه د رعایت لپاره اړ نه ده. د دغه حکم مهمه برخه دا ده، چې د امریکا ولسمشر اوسمهال هڅه کوي چې د یهودانو په استازیتوب د هغوی او دین تر منځ یې د اړیکو په اړه هوډ نیسي. ټرمپ د خپلې ټاکنیزې موخې د تر لاسه کولو لپاره د یهودانو پر دین سوداګري کوي او دغه سوداګري د یهودانو او دیهودیت لپاره کوم نوی شی نه دی. دا یو ښکېلاکګر پخوانی یهودي میراث دی، چې امریکا ته له انګلیس څخه په سیاسي ګټه اخیستنه کې په میراث پاتې شوی دی. امریکا له دغه میراث څخه د اوږدمهاله غربي سیاسي موخو د لاسته راوړلو، د یهودیانو پر وړاندې د مسلمانانو د جګړې، د تجزیې او شاتګ په حالت کې د مسلمانانو د ساتلو، د خلافت له تاسیس څخه د هغوی د مخنیوي او له امریکا او لویو ښکېلاکګرو هېوادونو سره د جګړې پر ځای له یهودیانو سره د جګړې د دوام لپاره، چې په فلسطین کې یې صهیونیستي رژیم ته وده ورکړه، ګټه اخلي.

د امریکا د ولسمشرۍ ماڼۍ نوی امر د ملیت په توکه د یهودیانو پېژندنه د بالفور اعلامیو طبیعي امتداد دی او له یهودیت څخه د امریکا او غرب د ګټو تر لاسه کولو او د اسلامي امت پر وړاندې د لویو مبارزو په دوام کې د ښکاره سیاسي ګټې اخیستلو نښه ده. په نېږدې راتلونکي کې د اسلامي دولت تاسیس او له انحطاط څخه د اسلامي امت بیداري هغه موضوع ده، چې د اسلام دښمنانو ښه درک کړې ده او مسلمانان به دا ځل د حقیقتونو په پټولو او مفاهیمو په بدلون سره دوکه نه شي؛ ځکه اسلام د مسلمانانو یوازنی انتخاب دی، نه د ملیت او هېوادپالنې مفکورې.

د یهودیت ملتپانې نظریه یوه پخوانۍ ښکېلاکګره نظریه ده، چې موخه یې له اصلي مسیر څخه د ښکېلاک پر وړاندې د اسلام د مبارزې منحرفول او له مبدایي حالت څخه په یو قومي او ملي لیدلوري بدلول دي. په دې مانا چې رښتینې موخه یې د جګړې له ډګره د اسلام لرې ساتل، په کمزوري حالت کې د مسلمانانو ساتل او د دوی د دښمنانو پیاوړي کول دي. 

پر همدې اساس، اړتیا ده چې یهودیان ښه پوه شي، چې په یو ملیت د یهودیت بدلون به په راتلونکي کې د غربي ښکېلاکګرو په خدمت کې د هغوی د له منځته تلو لامل شي؛ نو د یهودانو لپاره دا ګتوره ده چې په یو ملیت بدل نه شي، بلکې اړتیا ده چې د یو دین په توګه تعریف شي. لکه زرګونه کلونه وړاندې؛ ځکه هغوی ته د یو ملیت په توګه کتل، که نېږدې وي او یا لرې، د دوی د وژنې او له منځه تلو لامل کېږي او مسلمانان به هېڅ وخت د دوی پر وړاندې له ښکېلاکګرو سره د هغوی ملګرتیا ونه بښي او باید پوه شي چې غرب ډېره ناوړه ګټه ترې اخیستې ده او اوس یې هم کاروي. د دغو ټولو راتلونکی به اسلام وي او ښکېلاکګره پانګوالي به په رښتیني ډول د مسلمانانو پر وړاندې له ماتې سره مخ کېږي. نن مسلمانان پر دغه واقعیت خبر دي، چې یوازې د اسلام له لارې اسلامي امت راژوند کېږي او یوازې په اسلام سره هویت، غرور، عزت او بریا تر لاسه کولی شي.

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې